Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش لړۍ له ټکنيوالي شکایت لري، خو مسوولین وايي چې دا ستونزه به ژر حل شي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د بشري مرستو د وېش د دوام ستاینه کوي، خو وايي چې باید د مرستو د وېش لړۍ بدله شي او مرستې د کار په بدل کې ووېشل شي.
د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پروسه کې له ځنډ او د پرسونل له کمښته د بادغیس د خلکو شکایت په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د پېژندپاڼو د وېش دویم مرکز پرانیستل شو.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بېغوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.
د باغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په «بند قشقه» سیمه کې د ترافیکې پېښې له امله شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکِي او د اوبو چارو کارپوهان په دغه ولایت کې د خپلسرو ژورو او غیرمعیاري څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کوي.
په بادغیس کې ځيني موټرچلوونکي د تېلو له خراب کیفیته شکایت لري او له حکومته غواړي چې د بې کیفیته تېلو وارداتو مخه ونیسي.
قلعهنو (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د بادغیس ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په تګابعالم ولسوالۍ کې له ۲۲۰۰ زیاتو بېوزلو کورنیو سره د
سره له دې چې تېر کلونه او د مخکني حکومت پر مهال بادغیس کې ځنګلونه وهل کېدل خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې اوس ا.ا د دوی په سیمو کې د پستې ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی او د دغه اقدام هرکلی کوي.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د دغه ولایت په لرغونو سیمو غیرقانوني کیندنو او پلټونو ته اندېښمن دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت لرغونو سیمو کې د کیندنو او پلټونو په تړاو د لسګونو کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ وایي، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP