ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو وهلو د مخنیوي هرکلی کوي

د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو وهلو د مخنیوي هرکلی کوي

author avatar
7 Sep 2023 - 16:32
د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو وهلو د مخنیوي هرکلی کوي
author avatar
7 Sep 2023 - 16:32

قلعۀنو (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): سره له دې چې تېر کلونه او د مخکني حکومت پر مهال بادغیس کې ځنګلونه وهل کېدل خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې اوس ا.ا د دوی په سیمو کې د پستې ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی او د دغه اقدام هرکلی کوي.

هغوی دغه راز له حکومته غوښتنه وکړه چې د ځنګلونو وهلو مخنیوي پروسې ته دوام ورکړي.

د دغه ولایت د آب‌کمرۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په تېرو کلونو کې او د جمهوریت پر مهال د خلکو له لوري د پستې ځنګلونه په شدت وهل کېدل خو د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې د دغه کار مخنیوی شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په هېواد کې واک ته د اوسني حکومت له رسېدو سره سم د پستې ځنګلونو د غصب مخنیوی شوی دی.

د آب‌کمري دغه اوسېدونکی هیله‌ څرګندوي چې یاده پروسه دوام ومومي او د ځنګلونو وهلو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه: «پخوا بېخي ډېر ځنګلونه وهل کېدل خو له څه وخت راهیسې چې اسلامي امارت واکمن شوی، د پستې ځنګولو وهلو مخه نیول شوې او د پستې ونو اضافي بوټي او واښه هم له منځه تللي دي.

د آب‌کمري ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالکبیر وایي، له کله راهیسې چې سرپرست حکومت واکمن شوی، د پستې ځنګلونو د وهلو مخه نیول شوې ده.

نوموړي بادغیس کې د پستې ځنګلونو د وهلو مخنیوي هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروسه دې په همدې ډول دوام ومومي.

د سرچینې په خبره، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته هر څوک اوس کولای شي د حاصل رسېدو وخت کې د پستې ځنګلونو ته ولاړ شي او پسته راټوله کړي.

عبدالکبیر هم هیله څرګندوي چې ځنګلونو وهل کېدو مخې دې د تل لپاره ونیول شي.

هغه زیاته کړه: «له کله راهیسې چې اسلامي امارت واکمن شوی، د ځنګلونو ښه ساتنه کېږي، د ځنګله ساتونکي هره ورځ څار کوي، که څوک سرغړونه وکړي، نیسي یې؛ سږ کال د وچکالۍ له امله د پستې حاصلات کم وو خو په نورو کلونو کې یې ډېرېدو ته هیله‌‍من یو.»

دغه راز په بادغیس کې د کرنې برخې پوهانو هم د ځنګلونو شتون اړین وباله او د هغو د بیا احیا غوښتنه یې وکړه.

بادغیس کې د کرنې برخې پوه شمس‌الحق شمس پر دې باور دی چې ځنګلونه خلکو ته ډېرې ګټې رسوي او د هوا ګرمېدو د مخنیوي، د چاپېریال پاکوالي او د ځمکې ساتنې لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونه د عاید تر ټولو لویه سرچینه ده او باید د وهلو مخه یې ونیول شي.

د سرچینې په خبره، د ځنګولو وهلو مخنیوی یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، د ټولنې وګړي هم باید په دغه کار کې برخه واخلي.

هغه زیاته کړه: «ځنګلونه د چاپېریال د ښکلا لامل کېږي، هوا پاکوي او د هېواد په اقتصاد کې هم رول لري؛ نو ټول خلک مسوولیت لري چې د ځنګلونو په ساتنه کې برخه واخلي.

سره له دې د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د ځنګلونو وهلو مخنیوی کوي.

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالحي منیر پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو کلونو کې یې د ځنګلونو وهلو مخنیوي په موخه ډېرې برنامې جوړې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، د پستې ځنګلونه د بادغیس خلکو لپاره یوه عایداتي سرچینه هم ده او د هغو ساتنه به کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ په تېرو دوو کلونو کې د ځنګلونو ساتنه وکړه او راتلونکي کې به هم زموږ دغه کارونه دوام ولري، مرکز ته مو وړاندیز کړی چې موږ ته د ځنګلونو ساتنې یوه قطعه راکړي، د دغه وړاندیز د منظورۍ په تمه یو.»

د یادونې ده، که څه هم پخوا د بادغیس د پستې ځنګلونه ۹۰ زره هکتاره ښودل شوي وو خو د دغه ولایت د کرنې ریاست دغه رقم رد کړی خو مشخص ارقام یې نه دي ورکړي.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.