Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زابل په مرکز کلات کې نن یو شمېر سوداګرو د یوې ناستې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به په خپلو سوداګریزو معاملو کې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کوي.
د زابل د عامې روغتيا ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز کلات کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.
د زابل په مرکز کلات ښار کې پرون د څلورو ولایتونو د سامبو ټیمونو ترمنځ دوې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې چې نن د زابل ټيم په بریا سره پای ته ورسېدې.
کلات (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کتاب لوستلو ته د ځوانانو هڅولو او د مطالعې فرهنګ عامولو په موخه نن د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، نن په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له خوا د ۴۱۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۶ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او شاهجوی ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې له خوا د څه باندې ۲۳۳ زره ډالرو په لګښت د ۱۲ استنادي دېوالونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د زابل په مرکز کلات کې نن د دغه ولایت په کچه د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوه.
د زابل په مرکز کلات کې نن د دغه ولایت، هرات، هلمند او غزني کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د زابل په مرکز کلات کې نن د دغه ولایت، هلمند، هرات او غزني ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې.
د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې نن د کوچني اختر په مناسبت د نیزهوهنې او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو کرکيله ډېره شوې چې حاصلات به یې هم د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه ډېر وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP