Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اقلیمي بدلون او پرلهپسې وچکالیو له امله د غور ولایت په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې وچې او حاصلات یې زیانمن شوي او ډېری کروندګر له سختو اقتصادۍ ستونزو سره مخ دي.
غور کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د غور د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې معلولینو او د شهيدانو کورنیو ته د حقوقو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
په داسې حال کې چې د نسايي ولادي برخې متخصصین د مېندوارۍ پر مهال مراقبتونه د مور او ماشومام د روغتیا لپاره مهم بولي، خو د غور په دولتیار ولسوالۍ کې ځینې ښځې وايي، له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، د پوهاوي کچې ټیټوالي او ځینو کورنیو ستونزو له امله د مېندوارۍ دورې خدماتو ته کم لاسرسی لري.
د غور د شهرک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې د تېر کال سېلابونو په دې ولسوالۍ کې پر هریرود سیند یوازېنی پل ونړاوه، اوس اړ دي له دغه سینده د تېرېدو لپاره له ټوپي کښتیو ګټه واخلي چې دا له خطره خالي نه دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د کتاب اونۍ په مناسب یې د دغه ولایت په مرکز کې د کتاب لوستنې دودولو په موخه د کتاب یو ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.
بادغیس کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني د قومي مشرانو او حکومت په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
غور کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د اوبو رسونې د یوې شبکې کار پیل شوی او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې اووه سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
په غور کې د سبزار په نوم یوه دردمنه مور چې د بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۱ کلنه لور د پنځه سوه زره افغانیو پور په بدل کې کوژدې ته مجبوره کړې وايي، دغه کار یې د نورو اولادونو د ژوندي پاتې کېدو په موخه کړی دی.
د پسرلي له رارسېدو سره سم په غور کې یو شمېر کروندګرو ښځو د سېلابونو له امله د خپلو ویجاړو شوو کرنیز ځمکو او شنو خونو بیا احیا کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوهلرونکي او بېمیوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP