Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ دې افغان کډوال نه وباسي.
د ټولګټو وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴،۳ میلیون مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت وايي، د هرات – کندهار اوسپنیزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند پنځه تړونونه د شاوخوا ۲۶۴ میلیون افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک شول.
د افغانستان اسلامی امارت د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولای.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې دوی به له افغان کډوالو سره د پاکو اوبو برابرولو، روغتیا، زدهکړو او سرپناه برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه ۱۵۵ ځوانان فارغ شول.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې خیریه موسسې سره په بدخشان کې له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه د څه باندې ۳۸۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، د سوډان په سوېل او لوېدیځ کې د پوځ او ملېشهوو ترمنځ په تازه نښتو کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند کارته پروان سیمه کې د ۸،۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو په خپرونو کې د ملي او اسلامي هویت د تثبیت او ټینګښت په موخه د الفاظو، اصطلاحاتو او القابو د اصولي کارونې لپاره کمېټه وټاکل شوه.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال له ټولو مسوولینو غوښتي چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په ادارو کې دې د کاغذپرانۍ مخنیوي لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP