Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د جودو افغان لوبغاړی احمدصمیم فیضزاده نن د پاریس المپیکي سیالیو کې له خپل اتریشي سیال سره لوبه ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر کې بلوڅانو پرلت پیل کړی، وایي د پاکستان حکومت دې ګوادر ته ورروان د هغوی زرګونه کسانو ته د ورتګ اجازه ورکړي او د بلوڅو نیول شوي کسان دې خوشي کړي.
د بایسکلځغلونې افغان ورزشکارې یلدوز هاشمي د پاریس په المپیک لوبو کې د ښځو په «ټایم تریل» انفرادي سیالي کې ۲۶م مقام خپل کړ.
د اسلامي امارت مشر د غور ولایت له مسوولینو سره کتلي او هغوی ته یې د نظام د استحکام، د شریعت د تنفیذ او نورو برخو کې لارښوونې او توصیې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله راروانه سپټمبر میاشت کې له نیوزیلنډ سره یوازېنۍ ټېسټلوبه ترسره کوي.
د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د ټول هېواد په کچه ۴۰ زره نوي ښوونکي پر دندو ګوماري.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په بامیان ولایت د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د بنو قومي مشران وایي، تر هغه چې یې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتصاب او پرلت ته به دوام ورکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ نړۍوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو په نړۍوال جام کې د کرکټ ملي لوبډلې وروستیو لاستهراوړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغان کرکټ ورځ تر بلې د غښتلتیا په حال کې دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د روانې اونۍ په پای کې به په لوګر ولایت کې د عینک مسو کان د استخراج عملي چارې پیل شي.
د مالیې وزارت وایي چې د اش، مکروني، د کچالو چپسو، تعمیراتي رنګ، د نیمه پروسس شوو بوتلونو، د کاغذي دستمال، کارتن، د اوبو کولر، خاورین لوښو، د درملو خام موادو او التونسا پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي او ژیړ رنګ ټکسي موټر پر عامه واټونو د کار کولو او سپرلۍ د لېږد را لېږد حق نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP