Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندوز ځايي مسوولین د شماللوېدیځ زون ولایتونو کې د ټکسي موټرو رنګ بدلولو پروسې د پیل خبر ورکوي او زیاتوي، ټاکل شوې چې په دغو ولایتونو کې شپږ زره ټکسي موټر رنګ شي.
د کندوز سپینزر دولتي شرکت مسوولین وايي، له ازبکستان څخه یې لس زره د پولینیا نیالګي د ترویج او نسل اخیستنې په موخه افغانستان ته وارد کړي دي.
د کندوز د کرنې ریاست وايي، په تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۱۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
د کندوز ښاروالۍ مسوولین ملت ته د حکومت حسابورکونې پروګرام کې ویلي چې تېر کال یې په کندوز ښار کې د ۱۰۲ میلیون افغانیو په لګښت پرمختیایي پروژې پلې کړې دي.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره یوه میاشت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د کندوز د غالۍاوبدونکو اتحادیې مسوولین له حکومته غواړي چې د نندارتونونو په جوړولو، د خامو موادو په چمتو کولو او یوه صنعتي ښارګوتي په جوړېدو کې دې همکاري ورسره وکړي.
کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له امله یې یو کس وژل شوی و، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، دوه کسان یې د جعل او فریبکارۍ په تور نیولي دي.
حکومتي مسوولین وايي چې په تخار کې یو وسلهوال کس له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې او په غزني کې یو بل کس په خپلمنځي شخړه کې وژل شوي دي.
د کندوز د پوهنې ریاست وايي چې یو خیریه بنسټ د دغه ولایت په مرکز کې د ۷ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته وداني جوړوي.
د کندوز د شېرخان بندر ځینې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP