ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز شېرخان بندر د څو کلیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه‌لاسرسي شکایت لري

د کندوز شېرخان بندر د څو کلیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه‌لاسرسي شکایت لري

author avatar
30 Mar 2024 - 16:37
د کندوز شېرخان بندر د څو کلیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه‌لاسرسي شکایت لري
آرشیف
author avatar
30 Mar 2024 - 16:37

کندوز (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د کندوز د شېرخان بندر ځینې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د کندوز د شېرخان بندر ښارګوټي یوه اوسېدونکي خال محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د هغه په خبره، تراوسه د خپلې اړتیا وړ اوبه د امو له سینده برابروي چې دا له یوې خوا د ناروغیو لامل کېږي او بله دا چې په ډېره سختۍ سره د امو د سیند اوبه خپلو کورونو ته لېږدوي.

هغه زیاته کړه: «دا اوبه غیر صحي دي د څښلو نه دي، ۶۰۰ کورونه دي چې اوبه د مرکب په وسیله او یا په لاسونو کې راوړي، موږ غواړو چې زموږ دې ستونزې ته رسېدنه وشي.»

په دې اړه د شېرخان بندر یو بل اوسېدونکی ولي‌محمد وایي: «۶۰۰ کورونه دي چې له امو اوبه راوړي، په دغو اوبو کې ځینې وخت ډېرې چټلې وې او خلک ناروغوي، موږ غواړو چې زموږ دې ستونزې ته رسېدنه وشي.»

د شېرخان بندر ځینو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې درلودې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کوله.

په ورته وخت کې، د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیري خدماتو آمر عتیق‌الله جلیلي وايي چې د دې ستونزې د هواري په موخه لومړنۍ سروې شوې او ټاکل شوې چې د شېرخان بندر په څو کلیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شي.

هغه وویل: «موږ هغو خلکو ته چې د شېرخان بندر په څو کلیو کې اوسېږي ډاډ ورکوو چې د شېرخان بندر څو سیمو کې د دوی لومړنۍ سروې ترسره شوې، ټاکل شوې ۱۴۰۳ کال کې د خلکو د ستونزو د هواري په موخه کور په کور د اوبو رسولو شبکې جوړې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کندوز اوسېدونکو د ژوند لومړنیو خدماتو ته له نه لاسرسي شکایتونه کړي وو او خپلو سیمو کې یې د رغنیزو پروژو پلي کولو غوښتنه کړې وه.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.