Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي؛ دغه راز ګڼ شمېر کورونه، زرګونه جريب کرنيزې ځمکې، لارې او استنادي دېوالونه تخریب او زيانمن شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د جعل او تذویر په تور دوه کسان نیولي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، تورخم ته له پاکستانه راوارد شوي ۱۵ ټنه ليمو چې د استفادې وړ نه وو، بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د نورستان امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
جلالاباد (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د یوه روغتیايي مرکز د یوې نرسې د قتل په تړاو
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چي د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۱.۶ کیلومتره سړک پخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴ زره «کا» ټابلېټونو، ۲۸ کیلوګرامه تریاکو او ۲۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیولي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په نورستان ولایت کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د کونزايټ، بېروج، مارګنېټ او بلور ډبرې وپلورل شوې.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې د «لډو» لوبې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی او د پېښې عامل نیول شوی دی.
جلالاباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې مربوطاتو کې دوه کسان
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې هغه یوه ډله غله نیول شوي چې له جلالاباد ښار او شاوخوا ولسوالیو به یې د خلکو موټر غلا کول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP