Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو هغه ۳۲ دفترونه تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۲سوه مترو په اوږدوالي د يوه سړک د بيارغونې چارې پیل شوې.
د ننګرهار کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو ورښتونو له امله پر څه باندې څلور زره جريب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، وروستي توپاني اورښت په دغه ولایت کې دولت او خلکو ته شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی دی.
ننګرهار کې د ایران قونسلګرۍ مسوولینو د دغه ولایت له چارواکو سره ژمنه کړې چې د وروستي توپاني باران له امله له زيانمن شوو کورنيو سره بشري مرسته کوي.
د ننګرهار کانال رياست وايي، په دغه ولايت کې وروستي توپاني ورښت د دې ادارې اړوند فارمونو کې ۳۵۰۰ د زیتونو او ۷۵۰۰ نورې بېلابېلې ونې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د مرستيال والي په مشرۍ د تېرې ورځې له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو له مسوولینو سره بېړنۍ غونډه وشوه.
د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې توپان او باران له امله ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور تپیان شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د شخصي وسايطو د تورو ښیښو سپینولو، دولتي نښو او ناقانونه هارنونو لرې کولو کمپاين پيل کړی دی.
د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د ننګرهار اقتصاد ريیس وايي، تېر کال په دغه ولایت کې د کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري د څه باندې ۷۶ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالي کې د دوه کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP