Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار سيمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد کې د چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کرونیو ترمنځ ۴۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د ننګرهار ولايت امنیتي مسوولين وايي، دره نور او سرهرود ولسواليو کې دوو کسانو په جلا جلا پېښو کې ځانوژنه کړې ده.
ننګرهار کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، د ناروغانو او مراجعينو شمېر ډېروالي ته په کتو دې د دغه روغتون د بسترونو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايی، په دغه ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د ۱۷ غږیزو رسنیو د جوازونو لغوه کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، پر موټرچلوونکو د ویزې حتمي کېدو له امله په تورخم کې د افغان سوداګرو د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه بار لارۍ ولاړې دي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۸ کسان د سیندونو او نهرونو په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
د ننګرهار په سپینغر ولسوالۍ کې ۹۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې لس کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، په ښار کې د منظم کانالیزاسيون نشتوالي له امله په ورښتونو کې اوبه واټونو او پلو لارو ته راپورته کېږي چې خلک له ستونزو سره مخ کوي.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ۹۲ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، روان کال په دغه ولايت کې د حاصلاتو د ښهوالي په موخه ۵۰ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۱۵ بېلابېل ډول وسلې نيول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP