Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري په خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې ۴۱ جريب د بنګو فصلونه له منځه یووړل شول.
ننګرهار کې مسوولین وایي چې په دغه ولايت کې یې د وحشي ژوو او مرغانو پر ښکار بنديز لګولی او که هر څوک سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار اور وژنې او اطفایې مديريت مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د اور لګېدنې ۹۱ پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته په کې شاوخوا ۴۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
ننګرهار کې د يوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چرګانو د روزنې يو ستر فارم جوړ او پرانیستل شو.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې د تېرې شپې باران او سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او شپږ نور کسان ټپيان شوي، دغه راز شاوخوا دوه سوه کورونه او هټۍ هم زیانمن شوي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې غالۍاوبدونکي وايي چې غالۍ اوبدنې په دغه ولایت کې ښه وده کړې خو نړۍوال بازار نه لري.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۵۰ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې د هغو درملو د رالېږد مخه نيول شوې چې بېکیفیته وو او قانوني اسناد یې هم نه درلودل.
جلالاباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي، په دغه ولايت کې پر شاوخوا ۴۷ جریب ځمکه باندې
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه تر څلور ورځني ځنډ وروسته د مسافرو او ترانزيټ پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP