Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په لغمان او پروان کې له څه باندې ۲۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، پنجشیر او جوزجان کې له څه باندې زرو کورنیو سره نغدي او د غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
سیمهییز مسوولین وایي، خوست، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په بغلان کې له ۱۱۵ یتیمانو او لغمان کې له څه باندې سلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کان کیندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
مسوولین وایي، کندهار او بغلان ولایتونو کې د دوو پروژو کار پیل شو او دایکنډي او هلمند کې د دوو نورو پروژې چارې بشپړې شوې دي.
اسلامي امارت وایي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر برید “خوارجو” کړی او دا ډول اعمال نه شي کولی د اسلامي نظام پر وړاندې “د دسیسه جوړونکو کوم هدف” ترسره کړي.
د خیبر پښتونخوا د مومندو سیمې په یوه کور کې چاودنه شوې چې له امله یې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لاریونونو او د حکومت له خوا په بېلابېلو برخو کې محدویتونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ستره محکمه وایي، د پکتیکا ولایت په یحییخېلو ولسوالۍ کې یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د راپورونو له مخې، د خيبر پښتونخوا په کرمه کې د سپرلۍ موټرو پر یوه کاروان د وسلهوالو د بريد له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ا.ا ویاند وایي، امنیتي ځواکونو په غور کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه تن وژل شوي، ځینې یې ژوندي نیول شوي او دغې ډلې په غور، کابل او باميانو ولایتونو کې په يو لړ بریدونو کې لاس درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP