Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ او زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول.
د ننګرهار ولایت د کليو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې يې له څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د مسئولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ دولس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مملې تاریخي بڼ کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
نورستان کې مسوولین وايي چې په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۵۴ زره امریکايي ډالره په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ترانسپورټ کمېسيون له لوري د کرايو لوړوالی او د لايحې خلاف کړنو دغه ولايت کې پر سوداګرۍ او د سوداګرو ترمنځ پر رقابت اغيزې کړې او ا.ا دې دغه ستونزه حل کړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار، په بېلابېلو سیمو کې لس ترافیکي پېښې شوې او له امله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال وويل چې د راتلونکي پسرلي له پيل سره له پاکستان څخه راستنو شويو افغانانو ته د استوګنې او کرنيزو ځمکو وېش پيلېږي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاري اوبو رسولو رياست له لوري د شاوخوا ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه.
تورخم دروازه – چې ۱۱ ورځې مخکې پاکستاني لوري تړلې وه – نن سهار بېرته پرانیستل شوه.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۸۵۰ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن