په کابل کې ځيني بېوزلي خلک د مرستو وېش په لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري او وایي، دغه مرستې تر ډېره غېرمستحقو ته ورکول کېږي؛ خو مسوولین د دې ستونزې هواري لپاره د کار په بدل کې د مرستو پر وېش ټينګار کوي.
افغاني سره میاشت وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو او بېوزلو سره څه باندې ۳۴ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران او واورې ورېدو د اټکل خبر ورکړی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د لا ډېر اعتبار په موخه، د تذکرې پر مخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه ور زیات کړل.
د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د لوړو زدهکړو وزارت د نوې اعلامیې په اړه چې پر اساس یې، نجونې راتلونکی کال د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې نوملیکنه نه شي کولی وایي، که د نجونو د لوړو زدهکړو د بندیز پر پرېکړې بیاکتنه ونه شي، د ډېرو خصوصي پوهنتونونو فعالیت به ودرېږي؛ خو د لوړو زدهکړو وزارت د دغو پوهنتونونو د ستونزو څېړلو لپاره د یوه پلاوي ګومارلو خبره کوي.
د کابل ښاریان او صنعتګر د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، دې ستونزې د ۹۰ سلنه فابریکو فعالیتونه درولي؛ خو برېښنا شرکت د هواري لپاره یې د هڅو پیلېدو خبر ورکوي.
یوه مور او د هغې درې کلنه لور د کابل په ۱۵۰ بستریز او پلار په کابل کې د روږدو درملنې په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې له نشهیي توکو د خلاصو ن لپاره مبارزه کوي؛ دغه ځورېدلې مور وايي، روږديتوب د دې لامل شوی چې درې اولادونه یې نادرکه شي.
په کابل ښار کې یوې نادولتي موسسې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۱۰۰ اړو ښځو ته کوپون ووېشه چې له مخې یې، دغو ښځو ته به تر شپږو میاشتو پورې خوراکي توکي وېشل کېږي.
کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي ریاست په هېواد کې د تېر یوهنیم کال په موده کې د اورلګېدنې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۳ سلنه کم شوی دی.
لومړنۍ سوداګره چې د داوطلبۍ له لارې کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرولو قرارداد ترلاسه کړی او ۵۷ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، له نورو سوداګرو ښځو غواړي چې په داسې داوطلبیو کې ګډون وکړي څو ګټوونکې شي.