ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ځيني بې‌وزلي د مرستو وېش لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري

کابل کې ځيني بې‌وزلي د مرستو وېش لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري

author avatar
1 Mar 2023 - 14:00
کابل کې ځيني بې‌وزلي د مرستو وېش لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري
author avatar
1 Mar 2023 - 14:00

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): په کابل کې ځيني بې‌وزلي خلک د مرستو وېش په لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري او وایي، دغه مرستې تر ډېره غېرمستحقو ته ورکول کېږي؛ خو مسوولین د دې ستونزې هواري لپاره د کار په بدل کې د مرستو پر وېش ټينګار کوي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د تېر نظام له پرځېدو وروسته له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې مرستې کمې شوې، د امریکا له خوا د افغانستان له ۹ میلیارد ډالرو ډېره شتمني کنګل شوه او په پایله کې یې هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی.

ځینو هېوادونو او ملګرو ملتونو د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره د بشري مرستو وېش پروګرام پیل کړ.

خو ځيني هېوادوال وایي چې د دغو مرستو په وېش کې روڼتیا نشته او ډېر غېرمستحق خلک په دغه پروګرام کې شامل شوي دي.

د کابل ښار د خوشحال خان سیمې یوې اوسېدونکې زینب -چې له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي- پژواک ته وویل، څو ځلې یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره هڅې کړې، خو د مرستو موندونکو او اړو خلکو په لېست کې شامله شوې نه ده.

هغه وایي: «زه د دې شاهده یم چې زما څو خپلوان او ګاونډیان چې ان موټر لري، اقتصاد یې ښه دی، له بهره ورته هره میاشت پیسې راځي، خو هغه مرستې چې باید بې‌وزلو ته ووېشل شي دوی یې ترلاسه کوي.»

نوموړې د مرستو په وېش کې د عدالت غوښتنه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې دغه پروسه دې په جدي ډول وارزوي او د فساد مخه دې ونیسي.

د کابل ښار د یوولسمې حوزې یو ۳۵ کلن اوسېدونکي عبدالحمید -چې د پنځو سر او نیمه سر اولادونو پلار دی- پژواک ته وویل، د مخکني نظام له سقوط وروسته بې‌کاره شو؛ ځکه چې هغه مهال یې په یوې نادولتي موسسې کې کار کاوه.

نوموړی چې له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي وایي، تر اوسه یې له یوه بنسټه هم مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه هم د مرستو په وېش کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري او وایي: «دوه کاله کېږي چې د کابل ښار په هره څنډه کې مرستې کېږي، ډېر خلک په دغه پروګرام کې شامل شول، داسې خلک په دغه لېست کې شامل شول چې هيڅ د مرستو اړتیا نه لري، خو موږ چې پېژندګلوي نه لرو د مرستو په لېست کې نه شاملېږو.»

نوموړي زیاته کړه: «زموږ په کوڅه کې یې څو ځلې لېست جوړ کړ او زما نوم یې هم پکې ولیکه، خو تر اوسه له موږ سره هيچا مرسته نه دې کړې، موږ هم نه پوهېږو چې زموږ نوم او تذکره د څه لپاره اخلي.»

عبدالحمید هم د مرستو په وېش کې د شفافیت غوښتنه وکړه.

خو مسوولین وایي، له دې وروسته مرستې باید د کار په بدل کې ووېشل شي د مرستو وېش په لړۍ کې دغه ستونزه حل شي.

د کابل والي مولوي محمد قاسم نن د (کب ۹مه) په کابل کې پر اړو خلکو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له لوري د «۵۰۰ مټریک ټنه دال‌نخودو د وېش لړۍ» پرانیستې په مراسمو کې وویل، د هېواد د نورو ولایتونو په څېر کابل کې هم خلکو ته ډېرې مرستې وېشل کېږي.

نوموړي وویل: «خو له بده‌مرغه چې د بېوزلۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، ستونزه دا ده چې زموږ او ستاسو د مرستو وېش په پروسه کې روڼتیا نشته، څه د ښاروالۍ په چوکاټ کې، د ولایت په کچه او یا هم د سکتوري وزارتونو په کچه… هغه راز چې زموږ زړه غواړي هغسې روڼتیا نشته. ما پرون له خیریه موسسو سره په ناسته کې د مرستو وېش په پروسه کې د روڼتیا رامنځته کېدو وړاندیز وکړ چې راشئ له دې وروسته مرستې د کار په بدل کې ووېشو او په دې صورت کې به سل په سلو کې روڼتیا رامنځته شي.»

د هغه په خبره، په تېره یوه میاشت کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته شوې او همداراز د نورو ډېرو بنسټونو له خوا هم کافي مرستې شوې دي.

هغه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ: «زما د خپلو سترګو لیدلی حال دی چې یوه دوکاندار د مرستو توکي خپل دوکان کې کوز کړل، مستحق او غېرمستحق کس له ورایه ښکاري.»

نوموړي وویل، یوه کټګوري باید جوړه شي چې ۴۰ سلنه مرستې دې بلاعوضه او ۶۰ سلنه دې د کار په بدل کې وشي.

د کابل والي وایي، د دغو مرستو په وېش کې چې نن د کرنې وزارت له خوا وېشل کېږي، په بشپړ ډول شفافیت په پام کې نیول شوی دی.

هغه وایي، نننۍ مرسته ځینو روږدو او مستحقو سوالګرو ته وېشل کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن په کابل کې ۴۹ زره او ۸۰۰ اړو کسانو ته د کرنې وزارت له ستراتیژیکو ذخیرو څخه د ۵۰۰ مټریک ټنه دال‌نخودو د وېش لړۍ پیل شوه.

په دې ناسته کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فضل‌الباري فضلي هم د مرستو په وېش کې پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه مرستې به اړو خلکو ته ووېشل شي.

نوموړي هم د کار په بدل کې د مرستو پر وېش ټینګار وکړ او زیاته کړه، که مرستې د کار په بدل کې ووېشل شي نو خامخا روڼتیا رامنځته کېږي؛ ځکه چې غېرمستحق هيڅکله کار ته نه حاضرېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۷۰ زره ټنه غنم په ټولګټو پروژو کې د کار په بدل کې وېشل شوي دي.

Visits: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.