ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه: د نجونو پر زده‌کړو بندیز په دوام سره به د ډېرو پوهنتونونو فعالیتونه ودرېږي

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه: د نجونو پر زده‌کړو بندیز په دوام سره به د ډېرو پوهنتونونو فعالیتونه ودرېږي

author avatar
30 Jan 2023 - 15:30
د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه: د نجونو پر زده‌کړو بندیز په دوام سره به د ډېرو پوهنتونونو فعالیتونه ودرېږي
author avatar
30 Jan 2023 - 15:30

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې اعلامیې په اړه چې پر اساس یې، نجونې راتلونکی کال د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې نوم‌لیکنه نه شي کولی وایي، که د نجونو د لوړو زده‌کړو د بندیز پر پرېکړې بیاکتنه ونه شي، د ډېرو خصوصي پوهنتونونو فعالیت به ودرېږي؛ خو د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو پوهنتونونو د ستونزو څېړلو لپاره د یوه پلاوي ګومارلو خبره کوي.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړې چې د نجونو زده‌کړې تر دویم امر پورې ځنډول شوې دي او په تعقیب یې د لوړو زده‌کړو وزارت تېره ورځ په یوې اعلامیې کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ته په خطاب کې، د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوم‌لیکنه ممنوع اعلان کړه.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس محمدکریم ناصري وویل، پوهنتونونو ته د نجونو تګ د بندیز په اعلانېدو سره به خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

هغه د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د نجونو د نوم‌لیکنې بندیز ته په اشارې سره پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون ۲ بجې له موږ سره مکتوب رسماً شریک شو، له بده‌مرغه چې داسې پرېکړې… بدې اغېزې لري، په جرات سره ویلی شم چې که دغه مسایل دوام وکړي… لسګونه پوهنتونونه به وتړل شي او خپل فعالیتونه به ودروي.»

نوموړي همداراز وویل، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په ۱۴۰ فعالو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو کې ۲۰۰ زره محصلین پر زده‌کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۳۵ سلنه یې نجونې دي.

سرچینې وویل: «یعنی ویلی شو چې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو کې له ۶۵ تر ۷۰ زره نجونې پر زده‌کړو بوختې دي.»

ناصري د نجونو پر زده‌کړو او تحصیل د بندیز دوام د اندېښنې وړ بولي او وایي، خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي پلوه به سخت وځپل شي او اړ کېږي چې خپلې دروازې وتړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له نوې اعلامیې مخکې چې تېره ورځ د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا خپره شوه، ۳۵ خصوصي پوهنتونونو پرېکړه کړې چې که په ۱۴۰۲ تحصیلي کال کې که نجونو ته د زده‌کړو ته اجازه ورنکړل شي، خپل فعالیتونه به دروي.

نوموړي هیله وښوده چې سرپرست حکومت دې د نجونو د زده‌کړو بندیز پرېکړې په اړه بیاکتنه وکړي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، که نجونو ته پوهنتون ته د تګ اجازه ورنکړل شي، نو د خصوصي پوهنتونونو د سقوط مخنیوي لپاره یې مالیات معاف شي او که ځيني پوهنتونونه په دولتي ملکیتونو کې فعالیت لري او اوسمهال حکومت ته کرایه ورکوي، کرایې یې باید معاف شي.

په ورته وخت کې، د «مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس» موسس پوهنمل ډاکټرعزیزالله امیر هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز په اړه اندېښنه ښيي او د دغه وضعیت دوام ټولو هېوادوالو لپاره د اندېښنې وړ بولي.

هغه وایي: «له بده‌مرغه د دغه فرمان زیانونه د جبران وړ نه دي، وخت تېرېږي، ټولې محصلینې به خپل یو کال له لاسه ورکړي، ځکه چې د کانکور لپاره نوم‌لیکنه نه کول او یا پکې برخه نه اخیستل پوره یو کال ضایع کوي، یو تحصیلي کال ضایع کېږي او هغه محصلینې چې په لومړي ټولګي کې دي په هماغه لومړي ټولګي کې پاتې کېږي، همداراز په نورو ټولګیو کې… او دوی ټولې د انجماد په حالت کې پاتې کېږي.»

د هغه په خبره، د نجونو د زده‌کړو منع کول نه یوازې نجونو ته ضربه رسوي، بلکې خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي هم زیانمنوي.

نوموړی زیاتوي چې په مورا پوهنتون کې ۱۳۰۰ نجونې پر زده‌کړو بوختې وې او تر دویم امر پورې د نجونو د زده‌کړو له ځنډولو سره د دغه پوهنتون دروازې تړل شوې دي.

ډاکټر امیر وايي، د نجونو د زده‌کړو د ممنوعیت دوام د دې لامل کېږي چې ځينې کورنۍ خپلې لوڼې د تحصیلي بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه زموږ ډېری محصلین له هېواده د وتلو په حال کې دي، ډېر محصلین راځي او خپل ټرانسکرپټ (څلورکلنې نومرې) اخلي، د خپلو نومرو جدول غواړي او وایي چې بهر ته ځو، په ځانګړي ډول ټولو کفري هېوادونو افغان نجونو لپاره وړیا بورسونه اعلان کړي دي او دا یوه فاجعه ده…»

عزیزالله امیر هیله‌مندي ښيي چې دا ستونزه باید ژر تر ژره هواره شي او اسلامي امارت دې د هېواد دننه د نجونو د زده‌کړو مانع نه شي، څو د لوړو زده‌کړو لپاره کفري هېوادونو ته د نجونو د تګ مخنیوی وشي.

په ورته مهال، په کابل کې د یوه بل خصوصي پوهنتون رییس هم اندېښمن دی او وايي، د سرپرست حکومت له لوري د نجونو د زده‌کړو په اړه وروستي فرمانونه، خصوصي پوهنتونونو ته سخت زیان اړوي.

هغه هم ‎هم وويل، که د نجونو د زده‌کړو په اړه بياکتنه ونه شي او په ۱۴۰۲ لمريز تحصیلي کال کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورنه کړل شي، د دغه پوهنتون په ګډون به د ډېرو خصوصي پوهنتونونو فعاليتونه ودرېږي.

هغه زیاته کړه: «په ۱۴۰۰  کې مو شاوخوا ۵۰۰ محصلان درلودل چې څه باندې ۱۰۰ کسان یې نجونې وې.»

هغه وویل، ‎ که نجونې جذب نه کړي نو پر عوایدو یې منفي اغېز کوي چې له دې سره به د ماليې د ‎ورکړې توان ونه لري.

يادې ټولې سرچينې د لوړو زده‌کړو له وزارته‎ غواړي چې په ۱۴۰۲ تحصیلي کال کې نجونو ته د ‎زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو هوري لپاره به اقدام وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وویل، د لوړو زده‎کړو مرکزونو ته د نجونو د ورتګ منع کولو په اړه د دغه وزارت له اعلان او د خصوصي پوهنتونونو له شکایتونو وروسته، د لوړو زده‎کړو وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارلې ‎چې د خصوصي پوهنتونونو ستونزې وڅېړي.

نوموړي وویل، تر اوسه یې د خصوصي پوهنتونونو له استازو او ریيسانو سره څو ناستې ترسره کړې دي او زیاته یې کړه: «د وزارت رهبرۍ له دوی سره ژمنه کړې چې په خپلو ټولو هڅو به د هغو ستونزو د حل په برخه کې ورسره هر ډول همکاري کوو چې دوی ورسره مخ دي.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نجونې به په ۱۴۰۲ تحصیلي کال کې د زده‌کړو مرکزونو ته د تګ اجازه ولري او‎ ایا د لوړو زده‌کړو وزارت به د مالیې او کرایې د معافیت په اړه د یو شمېر هغو خصوصي پوهنتونونو غوښتنو ته چې په دولتي ملکیتونو کې فعالیت کوي رسېدنه وکړي او که نه؟ ځواب ورنه کړ.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.