Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د اسلامي امارت بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ یې د ظرفیت لوړونې او روزنې برخو کې د یو لړ پروژو چارې روانې دي.
کابل ښار کې د جلدي ناروغیو یو متخصص وایي چې په هېواد کې د ځوانانو ويښتانو تویېدو اویا سلنه لاملونه ژور خپګان او نور رواني فشارونه دي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال هېواد کې د سټروس مېوو حاصلات نږدې ۴۳ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
د راډیو د نړۍوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله ذبیحالله مجاهد رسنۍ د حکومتولۍ او ټولنیزو چارو پرمخ وړلو کې مهمې بولي او وايي چې اسلامي امارت د قوانینو په چوکاټ کې له رسنیو ملاتړ کوي.
افغاني سره میاشتې په مرستونونو کې د بېوزلو ملاتړ لپاره د بودجې له کمښته خبره کوي، وایي چې اوسمهال د ۳۰۰ اړمنو کورنیو اسناد تر څېړنې لاندې دي چې له مرستونونو څخه به بهر وساتل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو له احتماله خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وايي چې په روان کال کې د تېرو درېیو کلونو په نسبت د سوداګرو ښځو شمېر څلور برابره ډېر شوی او له اسلامي امارته غواړي چې د جواز اخیستو او مالیاتو ټیټېدو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
پر ولادي فیستولا اخته یو شمېر مېرمنې وايي، پر دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د خپلو مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې او دغه کار دوی ته د سختو ټولنیزو او رواني ستونزو پیدا کېدو لامل شوی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
یو شمېر ډاکټران وايي، د ملا ډېسک ډېره جدي ناروغي ده او اوږدېدل یې د ناروغ د دایمي فلج لامل کېدای شي خو د مخنیوي لپاره یې ورځني ورزشونه اغېزناک ثابتېدای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP