Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه یې د بېړنیو ناروغانو لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره د امبولانس خدمتونه پیل کړي دي.
د اروزګان پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د لومړۍ دورې محصلانو په لومړي ځل د ټکنالوژۍ برخه کې ۱۹ طرحه شوې پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې يوه کس خپل ورور د ځمکې پر سر شخړه کې په ډزو وژلی دی.
اروزګان کې د یوه ځايي اوسېدونکي له لوري د نهه میلیون افغانیو په لګښت د یوه لوی پل جوړېدو چارې پیل شوې چې په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار اروزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، ډېر ژر به په ترینکوټ ښار کې د روږدو درملنې ۳۰۰ بستریز روغتون جوړ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د یوه کانال او استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته د چړې په ګزارونو وژلی دی.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یې د نشهیې توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړې دي.
د اروزګان ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت چورې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
اروزګان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) استازي وايي، د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د ثبت شوو خوارځواکو ماشومانو شمېر ۱۲ زره ۶۳۰ ته رسېدلی او ښايي د کال تر وروستیو دغه پېښې دوه برابره شي.
اروزګان کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د کرنیز کمپلېکس جوړېدو لپاره لس زره جریب ځمکه ځانګړې شوې ده.
ترینکوټ (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د «سراب» بند جوړولو چارې پیل
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن