Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

ترینکوټ (پژواک ۱۵ لېندۍ ۱۳۰۴): د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، نن سهار په مرکز ترینکوټ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د ترینکوټ ښار په سرخ‌مرغاب سیمه کې د کاکا زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل: «وژل شوی کس رحمت‌الله نومیده، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې په تړاو یې دوه تنه هم نیولي دي.»

د یادونې ده، له دې مخکې هم دغه ولایت کې د خپلمنځي شخړو پر مهال یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.