Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اروزګان کې یو شمېر کروندګر وایي، په هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته یې د انجې کرلو ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې محصولاتو ته یې بازار پیدا کړي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وایي، له درېیو میاشتو ډېره موده کيږي چې د اغاجان بند جوړولو پروژې چارو د پیل پرانیسته شوې خو لا یې هم عملي چارې نه دي پیل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، ناپېژانده وسلهوالو نن سهار د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو کس په ډزو وژلی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وایي، د جاپان په مالي ملاتړ یې په بلخ او اروزګان ولایتونو کې د کلیوالي سیمو خلکو د ملاتړ لپاره یو کلن پروګرام پیل کړی دی.
د اروزګان پوهنتون کې د څه باندې ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او دغه راز د دغه پوهنتون د احاطې دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، نن سهار په مرکز ترینکوټ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، چورې ولسوالۍ کې یې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یوه کس په شخصي لګښت د لس میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړ کړی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
اروزګان کې یو شمېر خلک وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې لا هم د تېرو جګړو ناچاوده توکي او ماینونو پاتې چې له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو سړکونو، پلونو او پلچکونو د بیارغونې غوښتنه کوي.
د اروزګان د امنیه قومانداني مسوولین وايي، نن د دغه ولایت هراوود ولسوالۍ کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP