په پاکستان کې د قرغزستان سفیر او اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو او تاریخي اړیکو، مشترکاتو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چي پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د اسلاماباد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي یې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د روان کال د ډسمبر له ۳۱مې نېټې وروسته افغانان نه شي کولای د پولیسو له اجازهلیک پرته اسلاماباد کې ژوند وکړي.
په اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو خپلې مظاهرې ځنډولې او د ترافیک پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې د احتجاجونو له امله د تړل شوو سړکونو پرانیستلو لړۍ پیل شوې او ژر به ترافیک بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لاریونونو او د حکومت له خوا په بېلابېلو برخو کې محدویتونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د راپورونو له مخې، اسلاماباد کې د تحريک انصاف ګوند د پلويانو د لاریونونو له پیله تر اوسه پنځه پولیس وژل شوي، تر سلو زیات ټپیان دي او د پاکستان پولیسو ویلي چې د یاد ګوند ۳۸۰ پلویان یې نیولي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستان کې د روان وضعیت له امله، نن (دوشنبه) رخصت دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران د یوه پیغام له لارې په لاهور او اسلاماباد کې له خپلو پلویانو غوښتي چې راووځي او سولهییز لاریونونه وکړي خو حکومت یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او ځینو ځایونو مخابراتي شبکې هم بندې شوې دي.
د پاکستان په اسلاماباد ښار کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په روان کال کې، پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې پولیس يې کورونو ته ورغلي او ډېر کسان یې له ځان سره بیولي دي.
د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د یوه لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر وایي چې پاکستان دې کډوالو ته د ستنېدو پروسه نوره هم اسانه کړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.