Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وايي چې ا.ا په ټول هېواد کې د بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د همدې موخې پر بنسټ د یادې ټولنې لپاره په لوګر کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.
د ا.ا مشرتابه په اختریز پیغام کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی له نړۍ سره پر اسلامي اصولو ولاړې اړیکې غواړي خو نړۍ دې هم د افغانستان معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی ولري.
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد وزارت د ښوونځیو لپاره پر نوي نصاب کار کوي.
یوناما له ا.ا څخه غواړي چې د افغانانو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه «د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني» خو ا.ا وایي، هېواد کې د خلکو ټول هغه حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت بشر ته ورکړي دي.
د ایران د عدلیې وزارت د بشر حقونو او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې تهران د ۵۰۰ افغان بندیانو نوملړ د هویت د تایید او افغانستان ته د هغوی د لېږد په موخه ا.ا ته سپارلی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د دغه سازمان استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي اندي مک کوبري له اسلامي امارت سره د تعامل د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر له ایرانه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دې ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو او رسنیو ته د زندانیانو لیدونو لپاره زمینه مساعده کړې او هیله لري څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.
اسلامي امارت د یحیی سنوار د ژوند بایللو له امله حماس غورځنګ او فلسطیني ولس ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتي چې د فلسطین د خلکو له داعیې ملاتړ وکړي او تر شا یې ودریږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ازبکستان کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر شیخ عبدالغفار بحر د خپل باورليک کاپي د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته وسپارله.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، افغانان اشغال نه مني او اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې محمدشفیق په تهران کې د افغانستان د «نظامي اتشې» په توګه رسماً معرفي شو او کار یې پيل کړ.س
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو له «طالبانو» سره له بیاځلي واکمنېدو مخکې ښې اړیکې درلودې او دوی اته کاله مخکې پوهېدل چې بیا به د افغانستان واګې په لاس کې اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP