د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ازبېکستاني چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې تاشکند چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د یاد سازمان د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.
د عزیزي بنسټ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشو خوندیتوب ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځیو، د نرسېنګ انسټېټیوټ او طبي پوهنتون جوړولو او ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید برخو کې ۱۰،۵ میلیارد ډالره پانګونه کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بنیټ راتلونکې اونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مې غونډې ته خپل راپور وړاندې کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.
د افغانستان د جودو فدراسیون وایي، لس افغان لوبغاړي د ایران په کوربهتوب د «اکو جام» د جودو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د نړۍوالې پراختیا مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ګډون نورو اړمنو هېوادونو ته د امریکا متحده ایالتونو د مرستو ځنډېدل ناورین رامنځته کولای شي.
د سرهصلیب نړۍوالې کمېتې مشر د زندانونو چارو د سمون ادارې له مشره په لیدنه کې د دواړو لوریو د همغږۍ زیاتولو، تخنیکي مرستو او ګډو همکاریو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې له یادې ادارې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې مشر د ایسيارسي نړۍوالې کمېټې له عمومي مشر سره په ليدنه کې ویلي، افغانان تازه له ناامنیو راوتلي، اوس نړۍوالو خیریه ټولنو ته تر بل هر وخت ښه فرصت دی څو د هغوی لاسنیوی وکړي.