د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اووه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د اوسپنې پټلۍ اړوند برخو کې دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
کابل کې د چین سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو افغان کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زدهکړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله دویمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کوي.
د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ او د روغتیا نړۍوال سازمان ترمنځ د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ویروس مخنیوي په موخه د ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲۴۶۵ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې ۱۹۰ دايمي سرپناوې جوړې شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، افغانستان د چرګ غوښې په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د غنمو د تولید برخه کې خودکفایي ته نږدې شوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ازبېکستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
ازبکستاني چارواکو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره ګډ کار ته لېوال دی.