ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به په روانې میلادي میاشت کې د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف( وایي، د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به افغانستان کي د ۱۲ میلیونه ماشوماتو په ګډون ۲۲،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۹۶ ټنه تازه مېوه صادر شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې د امریکا د مالي مرستو کمېدل په افغانستان کې څه باندې نهه میلیونه کسان له روغتیايي او خوندېتوب خدمتونو بېبرخې کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې بشردوستانه بنسټونه په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو په حال کې دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې ویلي چې تېر ميلادي کال په افغانستان کې له نیم میلیون ډېر خلک د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شوو پېښو په پایله کې بېځایه شوي دي.
د یوناما مرستیال د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د لابراتواري توکو او وسایلو برابرولو او بهرني او افغاني استادانو د جذب برخو کې همکاري کوي.
د اقتصاد سرپرست وزیر د اروپا د نړۍوال مشارکت ادارې له رییس سره په لیدنه کې د مالي او بانکي بندیزونو پر لرې کېدو او د پراختیایي پروژو پر پلې کېدو د نړۍوالې ټولنې پر تمرکز ټینګا کړی او دغه کار یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي بللی دی.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا څانګې ریيس د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له دویم سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، اسلامي امارت د افغانستان د قومونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو په سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اووه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د اوسپنې پټلۍ اړوند برخو کې دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.