Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال له افغانستانه د څه باندې ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادر شوې
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۹۶ ټنه تازه مېوه صادر شوې ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د روان لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د شاوخوا ۱۴۳ میلیون او ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۹۶ ټنه تازه مېوه له هېواده بهر ته صادرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده اندازه تازه مېوه پاکستان، هند، متحده عربي امارتو، چین، انګلیستان، هالنډ، امریکا، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته صادر شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاده مېوه کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګیلاس، توت، خټکي، شاه‌توت، هندواڼې او نورې شاملې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.