د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د برازیل څلور اړخیزو سیالیو کې د درېیم مقام ترلاسه کولو په موخه له ګرینلنډ سره لوبه کوي.
تېره اونۍ، تورخم کې نښتو مرګژوبله واړوله او هلته د پژواک د خبریال په ګډون دوه افغان خبریالان هم ټپیان شول او اوچا، جاپان او ډنمارک له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۶۲ میليون ډالر ځانګړي کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه.
په مشهد کې د افغانستان سرقنسول د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره لیدلي او دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست نن کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سږ کال به له ټول هېواد څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په څلور اړخیزو لوبو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له ګرینلنډ سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې اپرېل میاشت کې له نیپال سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.
ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به په روانې میلادي میاشت کې د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف( وایي، د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به افغانستان کي د ۱۲ میلیونه ماشوماتو په ګډون ۲۲،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.