کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په یوه ويډیو کې ویلي: «د ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې له افغانستانه د څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، یاد جلغوزي اتریش، اردن، عربي متحده اماراتو، انګلیستان، امریکا، ایټالیا، اسټرالیا، المان، پاکستان، ترکیې، چین او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۳۵ زره ټنه جلغوزي تولیدیږي او له پروسس وروسته د افغانستان د بازارونو ترڅنګ د نړۍ هېوادونو کې پلورل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP