Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خراسان رضوي والي: په بېلابېلو برخو کې د ایران او افغانستان همکاري شونې ده

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): په مشهد کې د افغانستان سرقنسول د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره لیدلي او دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران په مشهد کې افغان سرقنسول فیضان‌الله ناصري د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي غلام‌حسین مظفري سره لیدلي او دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت استازو، د خراسان د سیاسي مسایلو مرستیالانو او د افغانستان د قنسولي چارو مسوولینو ګډون درلود.

دغه راز، د ایران صدا او سیما خبري اژانس هم لیکلي چې د خراسان رضوي والي د افغانستان د قنسولګرۍ له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې په بېلابېلو برخو کې د ایران او افغانستان همکاري شونې ده، په افغانستان کې شته کاڼي زېرمې او خام مواد کولای شي په دواړو هېوادونو کې ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د خراسان رضوي والي زیاته کړې: «په مختلفو وختونو کې د افغانستان د ملت کوربه‌توب او د دوامداره امنیت تامین د ایران او افغانستان په لومړیتوب کې دي او اوس زموږ همکارۍ کولای شي لاره روښانه کړي.»

په همدې حال کې، د افغانستان د قنسولګرۍ سرپرست په دې لیدنه کې د مسلمانانو پر وحدت او یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د مسلمانانو فعالیت او یووالی دښمن ناهیلی کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.