د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي چې د روڼتیا نړۍوال سازمان په راپور کې د افغانستان په اړه قضاوت ناسم او یو طرفه دی او دوی یې ردوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته رسېدلې ده.
افغان چارواکو نن په کابل کې یوه غونډه کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې پر چټکو هڅو ټینګار وکړ، ویې ویل چې له راتلونکو درېیو کلونو وروسته به هيڅ افغان اړ نه شي چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، د اسرائيلو د مشر له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، غندي او دا چاره ناشونې او د سعودي د حاکمیت نقض بولي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په اوږدو کې افغانستان له یو شمېر هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده.
د فوټبال فدراسیون وایي، راتلونکې میاشت کې د برازیل، ګرینلینډ، ایران او د افغانستان فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اختیه له پنځو کلونو د کمعمره ۲۱۳ ماشومانو درملنه شوې ده.
د انګلیستان د کرکټ بورډ رییس د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو غوښتنې رد کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وایي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو شپږمه ناسته ترسره شوه.
د راپورونو له مخې، د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستان ته د لېږدول شویو چورلکو له جملې اووه بلکهاک چورلکې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.
اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زدهکړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.