د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب لا هم یوه جدي ننګونه ده او دغه کار چاپېریال ته د پام وړ زیان رسولی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس د ټاپ پروژې په اړه ګډه ناسته کې د دې پروژې د پیل لومړنیو چارو بشپړېدو ډاډ ورکړی او د افغانستان او ترکنستان ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د افغانستان ریيسالوزراء د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د تفاهم له لارې له دغه هېواد سره د ستونزو د حل غوښتونکی دی.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر وايي، د هېواد حکومت یې هوډ لري څو د اقلیم بدلون مدیریت او د هغه د اغېزو کمولو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په خبره یې، اړتیا ده چې ا.ا د نړۍوالې ټولنې برخه شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست کابل کې د قطر له شارژدافیر سره په لیدنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، له ۱۷ کلونو د کمعمره فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره پچهاچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله به له یمن، سويلي کوریا او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دغه هېواد له حکومت او پانګهوالو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو استفاده وکړي او اسلامي امارت په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا لپاره رغنده ګام دی.
په افغانستان کې د اوچا مشرې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، د تېرو کلونو په پرتله به راتلونکي کال افغانستان کې د پېښو د مدیریت او بشرې مرستو رسولو ته ډېره پاملرنه وشي.
د انګلیستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویلي، د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره باید لوبه لغوه نه شي؛ ځکه دا د حل لاره نه ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هېواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې کړې دي.