د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ د امریکا د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۸ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې له دغه هېواد سره ۱۶ میلیونه او ۵۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د اویایمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښه ګاونډیټوب کړی او چین دې په سیمهییزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ټاکل شوې وي چې امریکا له افغانستان سره مرستې وکړي، نو افغانستان یې دې پوځي تجهیزات بېرته ورکړي، خو د شنونکو په اند، دغه تجهیزات د افغانانو حق دی او که امریکا یې غواړي نو بیا دې افغانستان ته د ورانیو تاوان هم ورکړي.
د ایران د اسلامي شورا د صنایعو او کانونو کمېسیون غړي امیر توکلي رودي د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې ځانګړې معدني اقتصادې ساحې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
کابل کې د روسیې سفارت فرهنګي برخې مسوولین وايي چې هېواد یې چمتو دی څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د عدلیې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت او ترکیې ترمنځ دې همکارۍ لا پراخې شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسلامي امارت یو پلاوی د دغه وزارت د ترانزیټ د رییس محمدالله بختیار په مشرۍ ایران ته ولاړ.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د فدرالي ایالتونو له مفتي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي لیدلورو او د محاکمو اړوند د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی قضایي پلاوی په ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو د تامین او په دغه هېواد کې پر اعدام د محکومو افغانانو په تړاو د خبرو لپاره نن سهار تهران ته ولاړ.