Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د کلیفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د اورلکېدنې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او څه باندې ۱۲ زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبرې کړي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
سپینه ماڼۍ وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته چې افغانستان ته کومې بشري مرستې استول کېږي، ګټه یې د افغانستان خلکو ته رسېږي نه د افغانستان سرپرست حکومت ته او دا مرستې په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوې دي.
ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا میلیاردونه ډالر د افغانستان اوسني حکومت ته ورکول کېږي، خو ا.ا دغه ادعا ردوي، وایي، امریکا نه یوازې پیسې نه دي ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي.
د سياېناېن د راپور له مخې، امریکا ګوانتانامو کې د یوه افغان بندي د خوشي کولو په بدل کې افغانستان کې «د درېیو بندي امریکایانو» د خوشي کولو وړاندیز کړی.
وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر وویل، د دغه هېواد خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا یوپنځوسام ایالت وي
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالد ټرمپ ملاتړ لرونکی مایک جانسن د دویم ځل لپاره د امریکا د ولسي جرګې رییس وټاکل شو.
د امریکا په لویزیانا ایالت کې یوه کس په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان مړه او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر، تېره ورځ د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د تحریم شام د مشر احمد شرع د نیولو پر سر د لس میلیون ډالرو جایزه له هغه سره د لوړپوړي امریکایي پلاوي له لیدنې وروسته لغوه کړې ده.
د راپورونو له مخې، که د متحده ایالتونو د استازو جرګه نن (جمعه) د دغه هېواد دولتي بودجه تمدید نه کړي، ډېرې حکومتي ادارې به د بودجې د کموالي له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه له اوکراین سره د مهماتو او بېپېلوټه الوتکو پېرلو لپاره د ۹۸۸ میلیون ډالرو مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP