Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د کليو پراختيا رياست له لوري د اته ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو دوه شبکې جوړې شوې.
د لوګر د کلیو پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ د شاوخوا اتو میلیونو افغانیو به لګښت د څښاک پاکو رسولو د شپږو شبکو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د ٨،٥ ميليونه افغانيو په لګښت د نږدې ٣٠٠ څاګانو د ترميم چارې پيل شوې.
د ترمه بایي سیمې او د تالقان ښار یو شمېر کلي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، د پاکو اوبو نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
ننګرهار کې د کانال رياست له خوا په قرارداد ورکړل شوې ځمکې د ژورو څاګانو له اوبو خړوبيږي چې له امله په دغه ولايت کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.
په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ افغانستان کې د اوبو زېرمو د کمښت لامل شوې، د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین ته رسېدنه ونه شي، دوی اړ دي خپلې سیمې پریږي.
د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې يوې ذخیرې دېوال چپه کېدو له امله يو درې کلن ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د زابل په مرکز کې د ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې، بلخوا په بغلان کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو پخولو کار پيل شو.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۱۰۹ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن