د غزني ښاروالۍ له لوري د دغه ښار سړکونو ترمنځ ګلدانو کې د سمسورتیا ساتنې په موخه د نهه میلیون افغانیو په لګښت د قطرهيي اوبو لګولو سيسټم جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په لوی کلي کې د یونسیف په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې چې مخکې نیمګړې پاتې وې، بېرته پيل شوې.
حکومتي چارواکي وایي چې د بلخ د تختهپل اوبو رسولو پروژې ځنډیدلې چارې بېرته پیل شوې او تمه ده چې ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د پنځه چکډیمونو د جوړیدو عملي چارې پيل شوې.
د اوبو او انرژی وزارت وایي، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر مدیریت لاندې سیمو کې يې د اوبو مصرف د میټرونو د نصبولو پروسه پيل کړه.
د ننګرهار سينديزې حوزې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په کليوالي سیمو کې یې د اوبو پر سر رامنځته کېدونکو شخړو مخنيوي لپاره د همغږۍ ټولنو جوړېدو لړۍ پيل کړې ده.
د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسواليو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د څو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکِي او د اوبو چارو کارپوهان په دغه ولایت کې د خپلسرو ژورو او غیرمعیاري څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کوي.
د لغمان سیمهییزمسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د اوبو رسولو لسو نورو شبکو چارې پیل شوې.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.