په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په هیلګل دره کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ، د څلورنیم میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند په دوو کلیو کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوې او ۱۳۰ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې.
د کونړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسونې دوې شبکې فعالې شوې.
په زابل کې د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې چې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د لغمان چارواکي وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د دوو نورو پروژو کار پيل شو.
د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د میانکو په نوم د اوبو زېرمه کولو د یوه بند جوړولو چارې – چې پنځلس میاشتې مخکې پیل شوې وې- بشېړې شوې.
د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۶۵۰ کورنۍ چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي یې شکایت درلودل، اوس ترې برخهمنې شوې.
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال سازمان نن د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د غزني د مرکز اړوند په قرهباغي سیمه کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.
د فراه د مرکز اوسېدونکي په داسې حال کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ادعا کوي چې د دغه ولایت د اوبو رسونې شرکت وايي، یوه نه بله ورځ دوی خپلو مشتریانو ته په نوبتي ډول د نلونو له لارې پاکې اوبه رسوي.
په بامیان ولایت کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې رسماً پیل شوې.