د راپورونو له مخې، روسیې او اکراین ۹۰ جنګي اسیران تبادله کړي چې دا په تېرو پنځو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو په لوی شمېر تبادله ده.
د امریکا او اوکراین ولسمشرانو د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع پیاوړي کولو په موخه یو دوه اړخیز لس کلن هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، که چېرې اوکراين د بريټانيا له وسلو په کار اخیستو سره پر روسیه بريد وکړي، نو دغه هېواد به هم د بريټانيا پر خاوره بريد وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیرزیلینسکي ویلي چې له روسیې سره په روانه جګړه کې یې تر اوسه ۳۱ زره سرتېري وژل شوي دي.
د اوکراین جګړې د دوو کلونو په پوره کېدو ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تر اوسه په دغه هېواد کې دوه میلیون کورونه ویجاړ شوي چې بیارغونې لپار یې ۴۸۶ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
روسي رسنۍ وایي، یو افغان خبریال خیبر عاکفي چې په روسیه کې اوسېږي، په بلګورود کې د اوکراین د بېپيلوټې الوتکې برید کې سخت ټپي شوی دی.
د اوکراین پارلمان د دغه هېواد دفاع وزارت لپاره د ولسمشر زیلنسکي له خوا نوماند مسلمان وزیر رستم عمروف ته د باور رایه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د اوکراین بېپیلوټه الوتکې برید یو تن ټپي کړی او د دغه برید له امله د لنډمهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پر اوکراین د روسيې د برید له پيله د روان کال د جنورۍ تر ۱۵مې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرسته ۴۶.۶ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او دا کچه په افغانستان کې د امريکا تر کړو پوځي مرستو لوړه ده.
. . .
کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د روسیې اینټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته کړې ده.