Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ۱۳ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د بامیان ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو له تولید او پلور سره د ښځو لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، خو سوداګرې ښځې وايي چې اړوند بنسټونه دې د پلور او بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین دغه ولایت ته د ګرځندویانو تګ راتګ له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ بهرني ګرځندویانو د یاد ولایت له طبیعي جاذبو او لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.
د بامیان ځایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «پاک ښار» تر سرلیک لاندې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د ذوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د ضحاک لرغوني ښار چې د ملګرو ملتونو (یونسکو) په علمي او کلتوري سازمان کې هم ثبت دی، د بیارغولو چارې پيل شوې دي.
د بامیان ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرلو او پالنې ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې اته میلیون او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۷،۵ کیلومتر سړک د ترمیم او بیارغولو چارې پیل شوې.
بامیان کې یوه کورنۍ وايي چې د بېوزلۍ له امله یې خپل درې میاشتنی ماشوم په ۳۵ زره افغانیو پلورلی، خو د دغه ماشوم مور د خپل ماشوم د بېرته ورسپارلو غوښتنه کوي.
بامیان کې مسوولین وايي چې جوړې شوې زېرمې په دغه ولایت کې د ۳۰ زره او ۷۰۰ مټریک ټنه کچالو د ساتلو ظرفیت لري او کروندګر کولای شي د کچالو حاصلاتو راټولولو فصل کې د زیان مخنیوي لپاره، له دغو زېرمو استفاده وکړي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه ځوان خپل پلار وژلی دی.
ملي دفاع وزارت وایي، بامیان کې یې د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت دوه مجسمې، دوه مومیایي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، یو په سرو زرو لیکل شوی کتاب او ځيني نور لرغوني اثار او عتیقه توکي نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP