ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: بامیان کې د لاسي صنایعو له تولید سره د ښځو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده

مسوولین: بامیان کې د لاسي صنایعو له تولید سره د ښځو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده

author avatar
12 Nov 2023 - 17:01
مسوولین: بامیان کې د لاسي صنایعو له تولید سره د ښځو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده
author avatar
12 Nov 2023 - 17:01

بامیان (پژواک،۲۱ لړم ۱۴۰۲): د بامیان ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو له تولید او پلور سره د ښځو لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، خو سوداګرې ښځې وايي چې اړوند بنسټونه دې د پلور او بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

یوه سوداګره مېرمن نجیبه کریمي چې په بامیان ښار کې د لاسي صنایعو په تولید او پلور بوخته ده، پژواک خبري اژانس ته وايي، هغه د بامیان په بازار کې د لاسي صنایعو هټۍ لري او شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دغه کار ته یې مخه کړې ده.

هغې زیاته کړه چې مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه او د بې‌کارۍ له امله اړه شوه چې د لاسي صنایعو د تولید او پلور له لارې د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کړي.

سلما احمدي د لاسي صنایعو د «ضحاک انجمن» مسووله چې له کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي وايي، د لاسي صنایعو له تولید سره د ښځو لېوالتیا له زیاتېدو سره سره، د لاسي صنایعو بازار د تېر په نسبت پیکه شوی دی.

هغې د سیمه‌ییزو تولیداتو پلور د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په شتون پورې تړلی وباله او زیاته یې کړه چې په ژمي کې دغه ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو شمېر کمیږي چې د لاسي صنایعو پر بازار هم منفي اغېز کوي.

هغې له سیمه‌ییزو مسوولینو وغوښتل کې چې بازارموندنې، نندارتونونو جوړولو او د لازمو امکاناتو برابرولو برخو کې له ښځينه سوداګرو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې، د بامیان د صنعت او سوداګرۍ امر نعیم رضايي وايي چې په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو له تولید او پلور سره د ښځو لېولتیا مخ په زیاتېدو ده.

هغه زیاته کړه چې مخکې د لاسي صنایعو شاوخو ۲۱ بنسټونه په رسمي ډول له دې ادارې سره ثبت شوي او په وروستیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱۸۰ نورو ښځو د بامیان په بازار کې د لاسي صنایعو تولید او پلور پیل کړی دی.

هغه له دي برخي سره د ښځو د لېوالتیا لامل له سوداګرو ښځو د موسسو ملاتړ او د دوی لپاره په نورو برخو کې د کار نشتوالی بولي.

دغه راز د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفي‌الله راید د ښځو د اندېښنو او غوښتنو په اړه وویل چې د دوی اداره په دغه ولایت کې له ښځینه سواګرو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په فرهنګي مرکز کې نندارې ته د ښځو د لاسي صنایعو لپاره یو سالون په پام کې نیولی، څو ښځېنه سوداګرې وکولای شي خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي.

هغه څرګنده کړه چې د ښځو اړوند هنر بازارګي ته یې د سیلانیانو د ورمعرفي کولو ترڅنګ، د لاسي صنایعو د بنسټونو یو شمېر مسوولین یوه نندارتون ته چې ډېر ژر به په کابل کې جوړ شي، هم معرفي شوي څو د لاسي صنایعو د پلور بازار وغوړیږي.

Views: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.