Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د برېښنا نامنظم وېش او پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي او پر حل يې ټينګار کوي؛ خو بلخوا د برېښنا شرکت وايي چې دوى هڅه کوي شته برېښنا په عادلانه ډول ووېشي.
په ننګرهار کې د صنعت او معدنونو خونه وايي، له هغه راهېسې چې په سالنګ کې د وارداتي برېښنا پايې پر بمونو الوځول شوې دي او برېښنا پرې شوې، په دغه ولایت کې د ۸۰ فابریکو فعالیت درېدلی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت ويلي، يوه ترکي شرکت د افغانستان د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو او بادي برېښنا د تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
یوې چینایي کمپنۍ د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې په دغه هېواد کې د برېښنا د تولید او بندونو جوړولو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د ننګرهار د برېښنا رياست وايي، د دغه ولايت د درونټې برېښناکوټ درېيم توربين چې له تېرو ۴۲ ورځو راهیسې يې د اساسي ترميم کارونو دوام درلود، جوړ او نن ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
د برېښنا شرکت ویاند وایي، په سوېلي سالنګ کې د برېښنا یوه ویجاړه شوې پایه بېرته ورغول شوه او پر دویمې یې کار پیل شوی دی.
د پروان امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنو د تخریب په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د سوېلي سالنګ په تاخمه سیمه کې د وارداتي برېښنا الوځول شوې پايې به په اوونۍ کې ترميم شي.
د برېښنا شرکت وايي، هرات کې د سلما بند د درېیم توربین له بیا فعالېدو سره د برېښنا تولید عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د پکتيا ولايت د ځدراڼ مېشتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، شاوخوا یو کال کېږي چې د برېښنا سب سټېشن جوړ شوی؛ خو تراوسه دوی ته برېښنا نه ده ورکړل شوې.
هرات ښار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د هرات ولایت د سلما بند برېښنا مسوولین روان کال په یاد بند کې د برېښنا ولټاژ لوړېدو خبر
د بادغيس ولايت د ولسواليو اوسېدونکي داسې مهال د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي چې دا مهال په دغه ولايت کې له ١٧ مېګاواټه وارداتي برېښنا څخه يوازې له درې مېګاواټه یې استفاده کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP