د بغلان امنیتي مسوولین وايي، نا پېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژلی دی.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په خواجه الوان سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د اووه ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام کوي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې یو کس وژلى دی خو سيمهييزې سرچينې وايي چې دغه کس د يوه ښوونځي مدېر و.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ نور ځايونه هم د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي دي.
. . .
د بغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستيو سېلابونو له امله ښویېدلو شګو له چینو څخه د اوبو راوتلو مخه ډپ کړې او خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
د بغلان په خنجان او مرکزي بغلان ولسواليو کې د ترافیکې پېښو له امله دوه کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یو کس مړ شوی او اته نور ټپیان دي.
د بغلان له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې زرګونه کیلوګرام ومان بوټي –چې د نشهيي توکو په تولید کې کارول کېږي- ترلاسه کړي دي.
د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP