ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د بورکې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

د بغلان د بورکې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

author avatar
25 Apr 2023 - 15:27
د بغلان د بورکې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي
author avatar
25 Apr 2023 - 15:27

پلخمري (پژواک، ٥ غويی ١۴٠٢): د بغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستيو سېلابونو له امله ښویېدلو شګو له چینو څخه د اوبو راوتلو مخه ډپ کړې او خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

په دې اړه د بورکې ولسوالۍ قومي شورا مشر حاجي عبدالاول پژواک اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ د فلول غرنيزې سيمې زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

هغه وايي: «د دې سيمې خلک چې دي د چينو له اوبو څخه د څښاک لپاره استفاده کوي، خو وروستيو سېلابونو له چينو څخه د راوتونکو اوبو مخه بند کړې چې له امله په چينو کې اوبه وچې شوې او دا خلک دا مهال د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.»

هغه وويل، په یاده سيمه کې شاوخوا پنځه زره کورنۍ ژوند کوي، که د څښاک اوبو ستونزه يې هواره نه شي نو خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي.

دغه‌راز د بورکې ولسوال عبدالحنان حذیفه هم د فلول سيمې اوسېدونکو دغه ستونزه تاييدوي او وايي، له تېرو ١٥ ورځو راهيسې دغه خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

ولسوال اندېښنه وښوده او وویل، که د دغو خلکو ياده ستونزه هواره نه شي نو د خپلو کورونو پرېښودو ته به اړ شي.

په ورته وخت کې، د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختییا ريیس مولوي عبدالوحید عبیده وايي چې د بورکې ولسوالۍ په دوو سيمو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

هغه وويل، د يو شمېر دولتي او غيردولتي ادارو په ملتيا یې د يادې ولسوالۍ د سېلاب‌ځپلو سروې ترسره کړې، په ځينو ځايونو کې يې د چينو او ويالو د پاکولو چارې هم پيل کړې دي.

خو نوموړی وايي، کافي بودجه په واک کې نه لري چې دغه شان ستونزې په خپل وخت سره حل کړي.

د يادونې ده، تېر کال هم د سېلابونو راوتلو له امله د يو شمېر ولايتونو خلک له ورته ستونزې سره مخ شوي وو.

Visits: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.