حکومتي مسوولین وايي چې بلخ او لوګر ولایتونو کې یې ۱۳۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۹ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي چې د تېر کال پر پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر درې زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې چې د تېر کال پر پرتله یې کرکیله لس سلنه ډېره شوې ده.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یوې ښځې ته ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د بلخ او دولتاباد ولسوالیو ترمنځ پر عمومي لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولايت کې پر تور زېړي اخته نږدې ۲ زره ناروغانو روغتون ته مراجعه کړې چې له ډلې يې ۱۲ کسان مړه شوي دي.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات شاوخوا څلور زره ټنو پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
بلخ کې د لومړي ځل لپاره د پنځه شرکتونو ترمنځ د ۸۷ میلیون ډالرو په پانګونې د ګاز او نفتو د تولید او تصفیې ګډ کنسرسیوم جوړ شو او پر فعالیت یې پیل وکړ.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې درې کسان مړه شوي دي.
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ۲۳۵ زره ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
بلخ کې د مالګې تولیدوونکي ادعا کوي چې په کانونو کې د مالګې کېندنه په غیرمعیاري ډول ترسره کېږي او له حکومته غوښتنه کوي چې دا چاره معیاري کړي.