د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتې کې یې له ۷۵۰۰ کسانو درې میلیونه ۳۸۳ زره سيسي وینه راټوله کړې ده.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «مولانا جلالالدین محمد بلخي» په نوم د کورنیو تولیداتو او د متشبثو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یو نادرکه شوی هلک وروسته له اتو کلونو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له امنیتي کسانو سره په نښته کې دوه وسلهوال غله وژل شوي دي.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زردالو حاصلات څه باندې ۱۰ زره ټنو پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
کورنیو چارو وزارت وايي، بلخ کې تښتول شوی ماشوم وژغورل شو او له پولیسو سره نښته کې له تښتوونکو یو تن وژل شوی او پنځه نور مشکوک کسان نیول شوي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو تعویذګر ملا په خپل کور کې وژل شوی او له دې پېښې سره په تړاو د هغه مېرمن نیول شوې ده.
د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې د ځانوژنې ۳۰ او د انسانتښتونې پنځه پېښې ثبت شوې دي.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توت ډېر کرل شوي او حاصلات یې لږ تر لږه تر ۲۲۵ ټنو پورې اټکل شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
حکومتي مسوولین وايي چې د افغانستان سېلابځپلو لپاره د ایران هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه بله جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.