ژبه

د سېلاب‌ځپلو لپاره د ایران د مرستو دویمه جوپه بلخ ته راورسېده

مزارشریف (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې د افغانستان سېلاب‌ځپلو لپاره د ایران هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه بله جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.

د ایران یاده بشري مرسته نن له غرمې وروسته د هغه هېواد د استازو له لوري د مزارشریف په مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل شوه.

مزارشریف کې د ایران سرکونسل مرستیال سجاد جعفري د یادو مرستو سپارلو پر مهال وویل چې په دغو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي لکه کمپلې، کټونه، فرش، درمل او نور وسایل شامل دي.

هغه زیاتوي چې ټاکل شوې د دغه هېواد نورې مرستې هم افغانستان ته را ورسېږي.

بلخوا، شمال زون کې د سره میاشتې رییس محمدیونس معصومي د دغه هېواد د مرستو له امله مننه وکړه او له نورو هېوادونو یې وغوښتل څو د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي.

هغه دغه راز وایي چې له دې مخکې د یو شمېر هېوادونو مرستې د بغلان او نورو ولایتونو سېلاب‌ځپلو ته رسېدلي او هڅه کوي دغه مرستې هم په شفاف ډول تر هغوی ورسوي.

د یادونې ده چې تېره پنجشنبه هم د ایران هېواد د مرستو لومړۍ جوپه بلخ ولایت ته رارسېدلې وه او د مسوولینو په وینا، یادې مرستې د بغلان ولایت سېلاب‌ځپلو ته رسېدلې دي.

ورته موضوع