د بلخ سره میاشت وایي چې په دغه ولایت کې د دې ادارې د حرفوي زدهکړو پروګرام له بېلابېلو برخو سل ښځې فارغې شوې او اړوند وسایل هم پرې ووېشل شول.
په بلخ ولایت کې د څلورو ولایتونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د هرات لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار بېلابېلو ساحو کې یې لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ کروندګر وایي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالیو په دغه ولایت کې کرنیزه برخه زیانمنه کړې او له امله د حاصلاتو کچه هم ټیټه شوې ده.
په بلخ کې د ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د شفري نسخو مخنیوي په موخه یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
بلخ ولایت کې یو شمېر نابینایان وایي چې حکومت دې د زدهکړو زمینې برابرولو ترڅنګ په حکومتي او نورو ادارو کې دوی ته د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي.
بلخ کې د کونځل غوړيو يو شمېر توليدوونکي وايي چې بهر ته د کونځل دانو صادراتو له امله په دغه ولایت کې د هغو د غوړيو بیه بېسارې لوړه شوې ده.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې ۴۶۰ میلیون افغانیو په لګښت په دغه ولایت کې د یوه سړک او لسو چیکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي چې له پاکستانه راستنو شوو ۲۵۰ افغان کډوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د بلخ کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۲۵ هکټار ځمکه زعفران کرل شوي خو د حاصلاتو کچه يې د تېر کال په پرتله نیمایي راکمه شوې ده.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار نهمې امنیتي حوزې په دشت شور سیمه کې يې دوه وسلهوال غله وژلي دي.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي د خپلو درېیو نورو ملګرو په ملتیا یو موټر جوړ کړی دی.