د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي له هوایي ډګره په لومړي ځل د سعودي عربستان جده ښار ته الوتنې پیل شوې.
وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس بلخ کې د غږیزې ککړتیا د شتون په اړه راپور خپور کړ، په دغه ولایت کې یې د مخنیوي په موخه یوه کمیټه جوړه شوه.
بلخ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر یو کال کې یې په دغه ولایت کې نږدې ۹۰ زره ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
بلخ کې د موټر چپه کېدو پېښه کې اووه خبریالان چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز پرانیستې مراسمو د پوښښ په موخه دولتاباد ولسوالۍ ته روان وو، ټپیان شوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ د قوشتیپي کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې ته د سپارلو او د دویم فار کار پیلېدو مراسمو کې د ګډون په موخه بلخ ته سفر وکړ.
بلخ ولایت کې سینماګران وایي چې اقتصادي ستونزې یې د فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
. . .
د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي چې تېر یو کال کې په دغه ولایت کې د درې میلیون ډالرو په لګښت ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
بلخ کې د شمال زون په کچه د ۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د درملو او طبي تجهیزاتو د زېرمه کولو مرکز پرانیستل شو.
په واده کې د ډېر لګښت مخنیوي او د دغه فرهنګ دودولو په موخه، بلخ کې د ۱۲۵ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د روان کال له پیله راهیسې دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان راغلي چې د تېر کال په نسبت څو برابره ډېروالی ښيي.
د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې هغه ۲۵ بېلابېل ډول مرغان ازاد شول چې د ښکاریانو له خوا نیول شوي وو.