په بلخ کې د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او په لوګر کې د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې بلې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ مسوولین وایي، د دوبي موسم په رارسېدو سره د دغې ولسوالۍ خواجه سکندر سیمې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
د بلخ ولایت موټرپلورونکي وایي، د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او ځينو نورو ستونزو له امله په دغه ولایت کې د موټرونو پېر او پلور کم شوی دى.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په تېره یوه اونۍ کې یې لس کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت پرېکړې له مخې، د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ترکي ژبې څانګه پرانیستل شوه.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کانګو ناروغۍ ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
د بلخ مرکز مزارشریف د خدیجهالکبرا ښځینه مارکېټ په ۳۲۰ هټیو کې ۹۰۰ ښځې پر کار بوختې دي او تر ډېره هېوادني تولیدات پلوري.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د دغه ولایت، بغلان او سمنګان ولایتونو د ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پيل شوې.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د یونسیف ادارې په مالي ملاتړ د نجونو په ګډون ۵۰۰ بېوزله ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره شوه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د وسلهوالو غلاوو په تور څلور کسیزه ډله نیولې ده.
په بلخ ولایت کې د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د قوشتیپې کانال د لومړي فاز چارې به تر راتلونکو څلوېښتو ورځو پورې بشپړې شي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.