Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست چارواکي وایي، د لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د هوا د ککړتیا مخنیوی په موخه، د تالقان ښار په یوه غېر مسکوني سیمه کې په معیاري ډول د طبي پاتېشونو سوځولو یوه بټۍ جوړه کړي.
په تخار ولایت کې ځیني د شهیدانو وارثین او معلولین د مسوولینو له خوا د دوی د معاشاتو ورکړې غوښتنو ته د رسېدنې برخه کې، د کار له ټکني بهیره شکایت لري.
د تخار ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د دشتقلعه ولسوالۍ په «نواباد» کلي کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې ده.
په تخار ولایت کې د ښوونځيو یو شمېر زدهکوونکو د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د «زر مینځلو» په څېر پر سختو کارونو لاس پورې کړی دی.
په تخار کې یو شمېر کورنۍ چې د تېر او اوسني حکومتونو ځواکونو د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې، لا هم سرپناه نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د تخار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۶۵۰ کورنۍ چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي یې شکایت درلودل، اوس ترې برخهمنې شوې.
تالقان (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): محمد نظر چې له کلونو راهیسې د دودیزو وسایلو په کارولو سره دغه صنعت ژوندی ساتلی وایي، د اس یو
په تخار ولایت کې د شخصي انجیوګانو یو شمېر مسوولان وايي، د موسسو له لوري د پراختیايي پروژو د پلې کېدو لپاره د اسانتیاوو نهشتون له امله، له بېکارۍ سره مخ دي.
د تخار د روغتیا مسوولین وایي، په وروستۍ یوې اوونۍ کې د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د اسهال پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، کلونه کېږي چې د مخابراتي شبکو له انټرنټي خدمتونو بېبرخې دي او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې د انټرنټي خدماتو د نشتون ترڅنګ، مخابراتي شبکې هم په ښه ډول فعالیت نه لري.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP